د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست وایي، د جاپان په ۲۰۲۱ میلادي کال په المپیک سیالیو کې د ګډون په هدف ۶ غوره لامبو وهوونکي وټاکل شول.
دغه سيالۍ ۲۰۲۱ میلادي کال کې په جاپان کې ترسره کېږي.
د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون رئیس قاسم حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې دغه کسان د ۲۰۰ لوبغاړو له منځه ټاکل شوي دي.
د غوره لامبو وهوونکو د ټاکلو لپاره یادې سیالۍ دوه ورځې وړاندې پیل شوې او تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده.
په یادو سیالیو کې ۳۰ غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته هم وټاکل شول.