کابل کې د نجونو باسکټبال سیالۍ پیل شوې

آرشیف

په کابل کې نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۸مه) د نجونو باسکټبال سیالۍ پیل شوې.

د بدني روزنې او ورزش ریاست ویاند محمد عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې ٧ لوبډلو ګډون کړی.

د نوموړي په وینا یادې سیالۍ دوه ورځې دوام کوي او غوره لوبغاړي به د کابل د نجونو د باسکټبال لوبډلې ته غوره شي.