لوګر کې ۱۷ لویې پروژې بشپړې او  ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان په نقشه کې د لوګر ولایت

په لوګر کې د ۳۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۷ لویې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د دغه ولایت د کرنې رئیس عبدالله تسل نن سې شنبه (د لېندۍ ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې په دغو ۱۷ لویو پروژو کې سلګونه کوچنۍ پروژې د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، بڼوالۍ، لبنیاتو او په یو شمېر نورو برخو کې شاملي دي.

د ښاغلي تسل په خبره د یادو پروژو د پلي کېدو له لارې ګڼو بې روزګارو خلکو ته د کار زمینه هم برابریږي.

دوی وایي چې یاد پلي شوي پروژې کولای شي چې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ وده کې رغنده رول ولوبوي او د ولایت په کچه د اقتصادي ودې لامل شي.