څېړنه: په افغانستان کې د امریکا د پوځي ونډې کمښت ملکي تلفات زيات کړي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو يو انځور-ارشيف

د امریکايي پوهنتونونو یوه څېړنه ښيي، وروسته له هغه چې امریکا په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان په جګړو کې پوځي ونډه کمه کړه، په دې هېواد کې د هوايي بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو شمېر د پام وړ ډېر شوی دی.

دغه موندنې، چې پرون خپرې شوې ښيي، چې ، له ۲۰۱۶ کال څخه چې د ملکي تلفاتو شمېر په کې ۲۵۰ تنه وو په ۲۰۱۹ کال کې دا شمېره ۷۰۰ ته لوړه شوه.

دا څېړنه، چې د براون او بوسټون پوهنتونونو لخوا د جګړو د لګښتونو پروژې یوه برخه ده، وايي د هغو ملکیانو شمېر چې د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي.

د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې د امریکا د لومړیتوبونو او تکتیکونو پر اساس توپیر لري.

دا څېړنه د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د هوايي بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو د ډېروالي دلیل په جګړو کې د امریکا د ونډې د کمېدو پرېکړې پورې اړوند بولي.

دا څېړنه د ملګرو ملتونو د ادارې، د امریکا د دفاع وزارت او نورو سرچینو د شمېرو پر اساس شوې ده.