روسي چارواکي د جرمني ښي اړخه افراطي ګوند مشرانو سره ګوري

سرګي لاوروف

د روسيې د بهرنيو چارو وزير د جرمني د ښي اړخه افراطي ګوند مشرانو سره ګوري

تمه ده د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د جرمني د ښي اړخي افراطي ګوند يا اې اف ډي له لوړ پوړو مشرانو سره په مسکو کې وګوري.

کریملین دا لیدنه ډېره مهمه ګڼي.

د کریملین ویاند دیمتري پسکوف پرون ویلي و، چې روسیې له جرمني سره بېلابېلې اړیکې ساتلي، چې په ځینو برخو کې بریالۍ او په ځینو مسایلو کې لږ بریالۍ وې.

پسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په پام کې نه لري چې له دې پلاوي سره وګوري.

د اې اف ډي ګوند وایې دا سفر د روسیې د پارلمان /دوما په بلنه ترسره کېږي.

اې اف ډي د اروپایې ټولني لخوا پر روسیې د لګول شویو بندیزونو د لیرې کېدو پلوي کوي او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو سمیدل غواړي.

د جرمني او روسیې اړیکې وروسته له هغه ترینګلي شوې، چې د کریملین د منتقد الکسي ناوالني د مسمومېدو قضیه راپورته شوه.

ناوالني په اګست میاشت کې له سابیریا څخه مسکو ته پر لاره په مرموز ډول مسموم شو او د درملني لپاره جرمني ته یوړل شو.

د جرمني، فرانسې او سویډن په لابراتوارونو کې ښکاره شوه چې نوموړی په نوې چوک زهرو مسموم شوی دی.

ناوالني په دې قضیه کې د روسیې ولسمشر تورن کړ، خو کریملین دا تورونه رد کړل