یو روسی سړی چې د بیټ کاین په نوم د مجازي پیسو د لویې غلا په قضیه کې د امریکا متحدو ایالتونو ته مطلوب دی، د فرانسې د یوې محکمې له خوا د پیسو مینځلو په تور په پنځو کلونو بند محکوم شو.
الکساندر وینیک ته دغه سزا پرون دوشنبه د فرانسې په یوه محکمه کې واورول شوه.
څارنوالان وايي دغه روسي وګړي خلکو ته له زیان رسوونکو سافټویرونو سره یوځای په ایمیل کې رسیدونه لېږل او په دې ډول یې د خلکو کمپیوټرونه له کاره اچول.
ده د کمپیوټرونو د بېرته فعالولو په بدل کې له خلکو د مجازي پیسو بیټ کاین غوښتنه کوله.
څارنوالان وايي له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې ۱۸۸ کسان د دغه کس د انټرنټي حملې قرباني شوي او شا و خوا ۱۶۵ ملیون ډالره یې ټول کړي وو.
بیټ کاین هغه غیرمتمرکزه مجازي پیسه ده، چې هېڅ هېواد د قانوني پیسې په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.