د رومانیا لوېدیځ پلوه صدراعظم "لودوویک اوربان" استعفی وکړه

لودوویک اوربان

د رومانیا لوېدیځ-پلوه صدراعظم لودوویک اوربان وروسته له هغې استعفی وکړه، چې لیبرال ملي ګوند په پارلماني ټاکنو کې دویم شو.

دغه ټاکنې تېره یکشنبه وشوې او دغه ګوند غوښتل چې لا هم په قدرت کې پاتې شي.

صدراعظم اوربان د خپلې استعفی اعلان برايي وکړ.

دغه پارلماني ټاکنې په داسې حال کې وشوې، چې د کرونا وایروس د کنټرول او ځینو نورو ستونزو له کبله پر لیبرال ملي ګوند انتقادونه کېدل.

د ۹۵ فیصده شمېرل شویو رایو له مخې پاپولیست سوسیال ډیموکرات ګوند چې د کمونیزم له ړنګېدو راهیسې د رومانیا پر سیاستونو واکمن دی، شا و خوا ۳۰ او اصلاح غوښتونکي ښی اړخي لیبرال ګوند یوازې ۵ فیصده ګټلي دي.ش