د فرانسوي ښوونکي د سر پرېکوونکي مړی چیچنیا کې خاورو ته وسپارل شو

د چیچنیا نقشه

د هغه اتلس کلن چیچنیایي هلک چې پاریس ته نږدې د یوه ښوونکي سر یې پرې کړی و، مړی په چیچنیا کې خاورو ته وسپارل شو.

د عبدالله آنزوروف د جنازې په مراسمو کې چې د شالاژي په کلي کې ترسره شول، شاوخوا دوه سوه کلیوالو ګډون وکړ.

د هغه مړی وړمه ورځ چیچنیا ته لېږدول شوی و.

آنزوروف د اکتوبر د میاشتې په نیمایي کې د تاریخ او جغرافیه ښوونکي وواژه چې وروسته د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شو.

دغه ښوونکي له دې پېښې څو ورځې مخکې زده کونکو ته د ازادي د بیان د یوې برخې په توګه د حضرت محمد کاریکاتورونه ښودلې و.