په پکتیکا کې د پولیسو درملنې لپاره ۲۰ بستریز روغتون جوړېږي

د پکتیکا مرکز ښرنې یوه څنډه

په پکتیکا کې د پولیسو او د دوی د کورنیو د درملنې لپاره یو شل بستریز روغتون جوړېږي.

د پکتیکا امنیه قومندان نجیب الله سرتېر وایي، د دغه روغتون په جوړولو سره به د درملنې په برخه کې د دوی ډېرې ستونزې هوارې شي.

هغه وویل: "تردې مخکې دوی خپل ناروغان ملکي روغتون ته وړل چې هلته هم ورسره ډيرې ستونزې راپورته شوې وې."

دغه روغتون چې یوولس میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.