افغان حکومت د "کوېډ۱۹" ضد واکسین د ترلاسه کولو لپاره رسمي غوښتنه کړې

د کوېډ۱۹ ضد واکسین انځور

د افغانستان حکومت د کرونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو لپاره نن رسمي غوښتنه وړاندې کړه.

دا خبره د افغانستان د عامې روغتیاوزارت ویاند اکمل سمسورنن ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل: "نن د روغتیا وزارت د واکسین درخواستي د واکسین نړیوالې اتحادیې ته ورکړه چې له مخې به یې په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان شل سلنه وګړو ته واکسین ورکول کېږي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې ویلي، چې په لومړۍ مرحله کې به د دې هېواد په سلو کې شل او دوهمه مرحله کې څلویښت سلنه وګړو ته دغه واکسین ورکړل شي.

د رسمي شمېرو له مخې تراوسه له ۴۷ زره او شپږ سوو زیات وګړي په افغانستان کې پر کرونا اخته شوي او له اتلس سوو زیات کسان ترې مړه شوي دي. ​