د قرغزستان سترې محکمې د دې هېواد د پخواني صدراعظم صفراسحاقوف د اتلس کلن بند حکم لغوه کړی دی.
نوموړی چې د فساد په تورمجرم پېژندل شوی و، ورته د دغه بند او د څه باندې درې میلیون ډالرو نغدي جریمې سزا ورکړل شوې وه.
محکمې نن وویل، چې دغه دوسیه یې بېرته د بیشکک یوې محکمې ته د بیا څېړنې لپاره استولې خو د دغې پریکړه په اړه یې نور دلایل نه دي څرګند کړي.
۴۳ کلن اسحاقوف چې د ۲۰۱۷ نه ۲۰۱۸ کال پورې یې د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې، پرځان د فساد لګول شوي تورونه ردکړي او هغه یې سیاسي انګېزه بللې ده.