نن د ډسمبر نهمه له فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې پراخ فساد په کې دی.
سږ کال له فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په درشل کې په افغانستان کې یوې ورځپاڼې او مسوول مدیر یې د روڼتیا نړیوال سازمان له لوري د فساد سره د مبارزې جایزه ترلاسه کړه.
دا سړی ذکي دریابي دی او ورځپاڼه يې اطلاعات روز نومېږي چې د روڼتیا څار نړیوال سازمان د 2020کال جایزه یې خپله کړې ده.
د اطلاعات روز ورځپاڼې مسوولین وايي، چې له 40 زیات څېړنیز راپورونه یې د حکومتولۍ، د کانکور ازموینې سهمیه بندۍ، په دولتي ادارو کې د فساد او ېیلابېلو نورو موضوعاتو په تړاو خپاره کړي، چې د دوی په خبره ډېری یې د فساد او د قانون ماتونې په اړه دي.
د اطلاعات روز ورځپاڼې د لیکوالو د ډلې مشر جاوېد مالکي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تېر کال مو د ۹۱ کډ په اړه راپور خپور کړ، دغه راپور ښودل چې له یاد کډ نه هغه څه چې ورته تعریف سوي د هغه خلاف د ولسمشر او اجراییه رییس له لوري نا سمه ګټه اخیستل شوې وه او دا یو ډول فساد و، همدارنګه موږ له یو خصوصي شرکت سره د جنراتورونو د جوړولو په برخه کې د دفاع وزارت د یوې هوکړې په اړه راپور خپور کړ چې ميليونونه افغانۍ په کې حیف و میل شوې وې."
ښاغلی مالکي اطلاعاتو ته نه لاسرسی، امنیتي او حکومتي ګواښونه او د څېړنیزو راپورونو موندنو ته ارزښت نه ورکول ددوی د کار وړاندې سترې ستونزې بولي.
د اطلاعاتو روز ورځپاڼې مسوول مدیر ذکي دریابي چې دغه جایزه یې ګټلې وايي: "ډېری داسې نور راپورنه هم وه چې د هغو د خپرولو په برخه کې زموږ همکاران اندېښمن وه او وېرېدل، په فیزیکي او رواني توګه تل تر نفوذ او فشار لاندې وه، تل د څېړنیزو راپورونو په برخه کې کارکول هغه هم په داسې هېواد کې چې د خبریالانو او اوسېدونکو لپاره یې وژونکي ګواښونه په کې زیات دي، وېره زیاته وېره پیدا کوي."
د فساد پېښو رابرسېره کولو او ترې پرده پورته کول یوازې اطلاعات روز ورځپاڼې نه دي کړي، بلکې ډېريو نورو رسنیو هم په دې اړه راپورونه خپاره کړي دي.
پژواک خبري اژانس هم څو موده مخکې پاکستان ته دمصنوعي ساه اخیستنې ۳۲ دستګاوو د قاچاق او د امریکا په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې د یو دېوال د جوړولو په برخه کې د فساد په اړه راپورونه خپاره کړل.
د دغه خبري اژانس مشر دانش کړوخېل ازادي راډیو ته وویل چې یوازې په روان کال کې دوی ۴۴ څېړنیز راپورونه خپاره کړي دي، چې ډېری یې په ګمرکونو او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د فساد په اړه و.
هغه زياتوي: "په افغانستان کې په داسې حال کې چې موږ او تاسو له نا امنیو او ستونزو سره مخ یو، د دغو څېړنیزو راپورونو خپرولو هم ګواښونې رامنځته کړي، په ولایتونو کې یې زموږ خبریالانو ته زیاتې ستونزې جوړې کړي دي."
په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مشر اکرام افضلي وايي، چې افغان حکومت د فساد کچې د راټیټولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.
د نوموړي په خبره، حکومت باید له فساد سره مبارزه خپل لومړیتوب وګرځوي.
نوموړي وويل: ""هغه پیسې چې د افغانستان د خلکو په نوم ښکته پورته کېږي، د دې لپاره چې فساد شته په سمه توګه نه لګول کېږي، د پروژو کیفت ټیټ دی، چې بالاخره د نړیوالو مرستو ګټه یوازې یو څو کسانو او ډلو ته رسېږي."
بلخوا له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون وایي چې د فساد پېښې به په هر اړخیزه ډول وڅېړل شي.
د دغه کمېسیون مشر عبدالقیوم نظامي ازادي راډیو ته وويل، چې دغه کمېسیون د قانون په چوکاټ کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې له رسنیو سره هر ډول همکارۍ ته چمتودی.
نظامي وويل: "د افغانستان په ټولو قوانینو کې د اطلاع ورکونې او اطلاع ورکوونکي او هغه کسان چې د معلوماتو په خپرواوي کې ونډه لري، د دوی د خوندیتوب په برخه کې د لازمو تدابیرو په اړه ویل شوي دي."
د فساد په اړه د راپورونو خپرولو تل غبرګونونه راپارولي دی.
که څه هم په ځینې مسایلو کې یې ورته پام نه دی شوی خو په ځینو کې یې بیا د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي دي.
د چارو پوهان خبرداری ورکوي، که حکومت دغو راپورونو او له فساد سره د مبارزې د برخې د فعالینو کار ته ارزښت ورنه کړي، له دغه هېواده به په اسانۍ د فساد ټغر راټول ناشونی وي.