فارياب کې زرګونه کسانو لاريون کړى

فارياب کې د لاريون کوونکو انځور

د فاریاب په مرکز اندخوی کې په زرګونو کسانو په یوه اعتراضیه لاریون کې د عبدالروف په نوم د هغه ۹ کلن ماشوم د خوشې کولو غوښتنه وکړه چې یوه میاشت مخکې په مزارشریف کې د خپل کور له مخې تښتول شوی دى.

د ازادي راډیو د سیمه ییز خبریال د راپور له مخې د دغه لاریون ګډونوالو، چې د دې ولایت له قرغان، قرمقول، خانچهارباغ او دولت آباد ولسوالیو او د مرکز اندخوی خلک په کې راټول شوي، له سیمه ییزو او په کابل کې له جګپوړو چارواکو وغوښتل چې نوموړی د انسان تښتونکو له منګولو را خلاص کړي.

د دې لاریون یوه ګډونوال شمس الله ازادي راډیو ته وویل: "له نړیوالې ټولنې غوښتنه کېږي، چې دغسې وحشیانه اعمالو ته د پای ټکی کېښودل شي او دولت هم په دې برخه کې غفلت او بې پروایي ونه کړي او هرڅومره ژر دغه بېچاره ماشوم باید خوشې شي او بېرته له خپلې کورنۍ سره یوځای شي."

لاریونوالو دغه راز خبرداری ورکړ چې که حکومت دغه تښتول شوی ماشوم ونه مومي، د آقینې بندرسوداګریزه لاره به وتړي.

تردې مخکې معترضانو تېره ورځ د بلخ د حیرتانو بندرهم تړلی و چې تراوسه بند دی.

ویل کېږي، هغو کسانو چې عبدالروف یې تښتولی، پوځي جامې یې اغوستې وې.

د بلخ چارواکو د دغې پېښې په تړاو تراوسه د یوه کس نیولو خبر ورکړی خو نور جزییات یې نه دي ورکړي دي.