په لوګر کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د درې سوه اتلس میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷ پروژو چارې بشپړې شوې.
دغه پروژې چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې رغول شوي، زیاتره یې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، لبنیاتو او د اوبو لګولو په برخه کې بشپړې شوي دي.
د لوګر والي محمد اجمل شاپور د دغه پروژو بشپړېدل د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا او معیاري کېدو په برخه کې د افغان حکومت ژمنتیا څرګندوي.
هغه زياتوي: "په یوه غریب هېواد او ولایت کې د زراعت په سکټور کې د څه باندې درې سوه میلیونه افغانیو په لګښت د دومره پروژو پلي کېدل، دا دې دولت د ژمنو عملي کېدل دي، چې تاسې سره یې کړي دي."
د لوګر د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالله تسل وایي، چې د یادو پروژو لګښت د کرنې او مالدارۍ وزارت، مالیې وزارت او د یو شمېر نړیوالو ادارو او موسساتو لخوا ورکړل شوی دی.
ددې ولایت بزګران د دې پروژو پلي کیدا د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او د دوی د یو شمېر ستونزو هواري لپاره اغېزناکې وبللې او وایي، په دې سره به یې کرنه پیاوړې او د تولیداتو کچه زیاته شي.
د لوګر د کرنې ریاست مسولینو په غونډه کې بزګرانو او ګډونوالو ته د زېري په ډول په راتلونکي نوي کال کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لورې د ۱۵۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ورته نورو پروژو د پلي کېدو خبر هم ورکړ.