سپوږمۍ ته استول شوې چينايي فضايي بېړۍ بېرته ځمکې ته راستنېږي

آرشیف

هغه چینایي فضایي بېړۍ، چې سپوږمې ته استول شوې وه، پرون یې د دې سیارې له سطحې ډبرې راټولې کړې او بېرته ځمکې ته د راکوځېدو لپاره تیاری نیسي.

د چین فضایي ادارې د دې خبرد اعلان په مهال وویل، د چانګي بېړۍ د سپوږمې پر سطحې تر کېناستو دېرش دقیقې وروسته د دې سیارې له سطحې دوه کیلوګرامه ډبرې انتقال کړې.

که دغه ماموریت بریالی شي چین به له متحدو ایالتونو او پخواني شوروي اتحاد وروسته چې له سپوږمې یې ډبرې بېرته ځمکې ته راوړې وې، په نړۍ کې دریم هېواد شي چې دا ډول فضایي ماموریتونه ترسره کوي.

له سپوږمۍ دغه نوې ډبرې به له ساینسپوهانو سره مرسته وکړي چې د دغې سیارې د جوړښت او پیدایښت په اړه یې پوهاوی زیات شي.

وروستی ځل نږدې ۴۵ کاله مخکې په ۱۹۷۶ کال کې د لونا ۲۴ په نوم د پخواني شوروي اتحاد فضایي بېړۍ له سپوږمې د خاورو او ډبرو نمونې ځمکې ته راوړې وې.