لغمان چارواکي: دولت شاه کې ٣ وسله‌وال طالبان وژل شوي

آرشیف

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل، په دولت شاه ولسوالۍ کې تېره ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دولت د درې وسله وال مخالفان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دولت شاه د لغمان یوه له نامنو ولسوالیو ده، چې اکثره وختونه ترې د افغان ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکول کېږي.