په سالنګونو کې د درنې واورې او سختو طوفانونو له امله د سالنګ لویه لاره یوازې د باروړونکو موټرو پرمخ بنده شوې ده.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت د ادارې اجراییه مدير سمیع الله ولي زاده ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لویه لاره نن سهار د درنو باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې او نور مسافروړونکي موټر د چاینونونو او د وارو لپاره پرسبمالو نورو وسایلو کې کولای شي، چې پردې لاره تګ راتګ وکړي.
د ولي زاده په وینا، په جنوبي سالنګ کې د واورې او طوفانونو شدت زیات دی او اټکل کېږي، چې راتلونکې ۴۸ ساعتونو کې به وضعیت په همدې ډول وي.