د کندهار د دامان ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ موټربم برید شوى

آرشیف

د کندهار د دامان ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ موټر بم بريد شوى، چې تر اوسه د یوولسو پولیسو ټپي کېدل تایید شوي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی ازادي راډیو ته وويل، چې نن شاوخوا یوولس بجې د دامان ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ موټر بم بريد شوی.

بارکزي د تلفاتو په اړه معلومات ورنه کړل خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، په پېښه کې یوولس پولیس ټپيان شوي دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.