چارواکي: سږکال په افغانستان کې د جلغوزو حاصلات د پام وړ زیات شوي

آرشیف

سږکال په افغانستان کې د جلغوزو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه وزارت ارزونې ښيي، چې سږکال د هېواد په کچه ۲۴ زره ټنه جلغوزي راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی په کې لیدل کېږي.

تېر کال په ټول هېواد کې د جلغوزیو حاصل ۲۳ زره ټنه وو.

د جلغوزیو ځنګلونه د هېواد په ٩ ولایتونو خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا او کابل کې دي.