د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په کندهار او ارزګان ولایتونو کې يې د طالبانو بریدونه شنډ کړي او د دوی ۲۰ وسلهوال یې وژلي دي.
وزارت نن په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې طالبانو ته دغه مرګژوبله د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ او د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې اوښتې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې کندهار کې ۱۵ او ارزګان کې ۵ طالبان وژل شوي دي.
تر اوسه خپلواکو سرچینو دغه ارقام نهدي تأیید کړي او خپله طالبانو هم لا پرې کومه تبصره نهده کړې.
وزارت ادعا کوي چې ارزګان کې یې د طالبانو یوه سمڅه او د وسلو زېرمه هم لهمنځه وړې ده.