بریتانیا او اروپایي ټولنه د سوداګرۍ پر یوې معاملې د سلا کېدو هڅه کوي

د اروپايي ټولنې او بریتانیا بیرغونه

بریتانیا او اروپایي ټولنه به دا اوونۍ خپله وروستۍ هڅه وکړي چې له برګزېټ وروسته د سوداګرۍ پر یوې معاملې سره سلا شي.

دا مهال د دواړو خواوو مرکچیان پر دې کار کوي چې د ډسمبر له ۳۱مې یا د برګزېټ د انتقال پړاو له پای ته رسېدو مخکې، په ټپه درېدلی حالت مات کړي.

پرون د ډسمبر په شپږمه نېټه بروکسل کې په همدې هدف خبرې وشوې، خو د کوم پرمختګ راپور ورنه‌کړل شو.

ټاکل شوې نن د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا فن دیرلاین په دې اړه وغږېږي او دا پرېکړه وکړي چې د خبرو دوام کې کوم مسئله شته او که نه.

دا دواړه کسان وروسته تر هغه خبرو کې مداخله کوي چې د ډسمبر په څلورمه لندن کې په دې تړاو د یوې اوونۍ خبرې له خنډ سره مخامخ شوې.