د بلاروس امنیتي ځواکونو پرون په بېلابېلو سیمو کې ۲۰۰ مظاهرهچیان نیولي دي.
مظاهرهچیان د دغه هېواد د مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا د استعفا د غوښتنې د تکرار لپاره له څلورو میاشتو لارو سړکونو ته راوځي.
د اګسټ میاشتې د ولسمشرۍ تر لانجمنو ټاکنو وروسته چې اپوزېسیون پهکې د درغلیو ادعا کوي، د نورو ورځو په څېر نن هم مظاهرهچیان په مېنسک او نورو ښارونو کې سره راغونډ شول.
په هغو لانجمنو ټاکنو کې لوکاشینکا د ولسمشرۍ د شپږمې دورې ګټونکی وبلل شو، خو اپوزېسیون وايي اصلي ګټونکې د اپوزېسیون کاندیده سویتلانا تیخانوفسکایا ده.