د بېلاروس امنیتي ځواکونو د لسګونه لاريون کوونکو د نیولو لړۍ پیل کړې

پوليس د لاريون کوونکو د نيولو پر مهال

د بېلاروس امنیتي ځواکونه په دغه هېواد کې د لسګونو کسانو د نیولو لړۍ پیل کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د مستبد مشر الکساندر لوکاشینکا د استعفی د غوښتنې د تکرار لپاره بیا خلک له څلورو میاشتو لارو سړکونو ته راوځي.

د اګست میاشتې د ولسمشرۍ تر لانجمنو ټاکنو وروسته چې اپوزیسون په کې د درغلیو ادعا کوي، د نورو ورځو په څېر نن هم مظاهره چیان په منسک او نورو ښارونو کې سره راغونډ شول.

په هغو لانجمنو ټاکنو کې لوکاشینکا د ولسمشرۍ د شپږمې دورې ګټونکی وبلل شو، خو اپوزیسیون وايي اصلي ګټونکې د اپوزیسیون کاندیده سویتلانا څیخانوفسکایا ده.