د پخواني شوروي د فوټبال وتلى لوبغاړى "ویکتور پوني دیل نیک" ومړ

ویکتور پوني دیل نیک

د پخواني شوروي د فوټبال وتلي لوبغاړي ویکتور پوني-دیل-نیک د ۸۳ کلونو په عمر ساه ورکړه.

دی د پخواني شوروي اتحاد د ټیم یوازنی ژوندی لوبغاړی و، ۶۰ کاله مخکې یې د اروپايي اتلولیو پایلوبه ګټلې وه.

د روسیې د فوټبال فډراسیون نن په خپل ویبسایټ کې په یوه اعلامیه کې دا خبر ورکړ، خو دا یې نه دي ویلي چې پوني-دیل-نیک چېرې او کله مړ شوی دی.

دغه فډراسیون په یوه ټويټ کې دغه لوبغاړي یو «اتل» بللی دی.

د اروپا د فوټبال اتحادیې هم په خپل ویبسایټ کې دغه فوټبالر یو اتل بللی، چې توانېدلی و، په ۱۹۶۰م کال کې د اروپايي اتلولیو پایلوبه د ګټونکي ګول په وهلو سره وګټي.