ننګرهار چارواکي: په شینوارو کې د داعش ډلې څو وسله وال وژل شوي

د جلال اباد ښار يوه څنډه

د ننګرهار والي ویاند وايي، په شینوارو ولسوالۍ کې د داعش ډلې څو وسله وال وژل شوي او دوه نیول شوي دي.

عطا اله خوږیاڼي ازادۍ راډیو ته وویل، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه پوځي عملیات وکړل، چې د داعش ډلې له مقاومت سره مخامخ شول.

هغه زياتوي: "درې داعش وسله وال د مقاومت پر مهال وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي، همداراز یو شمېر وسلې او مهمات چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي وو، په سیمه کې له منځه وړل شوي دي."

د والي ویاند وايي په دغو پوځي عملیاتو کې افغان پوځیانو او ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.