امریکا د ملي مصالحې د مشرتابه د کمېټې له غونډې هرکلی وکړ

د ملي مصالحې د عالي شورا د مشرتابه د کمېټې لومړنۍ غونډه

امریکايي چارواکو د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې د لومړنۍ غونډې هرکلی وکړ.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره شپه په یوه ټویټ کې ولیکل، دا اقدام د سولې لور ته یو ګام دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دې شورا د مشرتابه کمېټې غونډه مهمه بللې ده.

د خلیلزاد په وینا، دا کمېټه به له طالبانو سره د سولې د موافقې پر شرایطو، واک وېش او د دایمي او عمومي اوربند پر سر د خبرو په لړ کې د افغانستان د دولت لپاره یو صلاحیت لرونکی اورګان وي.

ده دا هم ویلي چې وروستیو اقداماتو سولې ته د رسېدو لپاره هیلې زیاتې کړي دي.