ټاکل شوې په دوحه کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو ګډه کمېټه نن یکشنبه(د لېندۍ ۱۶مه) د اجنډا جوړولو پر سر دویمه غونډه وکړي.
د نننۍ غونډې د جوړولو خبره د افغان مرکچي پلاوي غړي نادر نادري او د طالبانو ویاند محمد نعیم دواړو کړې ده.
دغې ګډې کاري کمېټې پرون شنبه لومړنۍ غونډه وکړه او د بین الافغاني خبرو د اصلي اجنډا پر څرنګوالي او جوړولو یې خبرې وکړې.
دوحه کې دغه مرکچیان د تېرې سېپټمبر میاشتې په ۱۲مه خبرو ته کیناستل، خو له نژدې درې میاشتو وروسته تېره چهارشنبه دواړه لوري د خبرو پر تګلارې موافقې ته ورسېدل.
له دې وړاندې د افغان دولت مرکچیانو ویلي، کله چې اجنډا بشپړه شي، خبرو کې به پر اوربند بحث د ټولول مسئلو په سر کې وي.
تراوسه طالبانو نه دي ویلي چې د بحث لومړیتوبونه به یې څه وي.