د چک جمهوریت چارواکو په یوه شپه او ورځ د کرونا د څه باندې ۴ زره نویو پیښو راپور ورکړ.
له دې سره په دغه هېواد کې په کرونا د اخته شوېو کسانو شمېر څه باندې پنځه لکه او دوه څلویښت زرو ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې چک جمهوریت د دسمبر په درېیمه نېټه د کرونا د مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه د همدې کال تر پایه نرم کړل.
د دغو بندیزونو د نرمولو له مخې دغه هېواد کې د شپې ګرځبندیز پای ته ورسېد او پلورنځي، رسټوارنټونه، میخانې او ورزشي مرکزونه بېرته د ځینو اصولو په مراعاتولو سره پرانېستل شول.
چارواکو ویلي، دوی به نوي میلادي کال کې د کرونا پېښو ته په کتو د محدودیتونو په اړه غور کوي.
چک جمهوریت کې سږکال په نومبر میاشته کې د کرونا پېښې زیاتې شوي او ورځنی شمېر یې ان څه باندې پنځلس زرو ته پورته شو.