چارواکي: د ارزګان دهراود کې ۴۹ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

د ارزګان لایت سیمه ییز چارواکې وايي، د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې تېره شپه او نن ورځ لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دهراود ولسوالۍ د افغان کمانډوځواکونو قوماند کبیرخان نن ازادي راډيوته وویل، چې تېره شپه افغان هوايي، د یادي ولسوالۍ په لنډیاني سیمه کې د وسله والوطالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي چې پرمهال يي ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي.

نوموړي وايي، همدا نن ورځ افغان ګډو هوايي او ځمکنیو ځواکونو د وسله والوطالبانو د ځپلو په موخه عملیات تر سره کړي دي چې پرمهال يي ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه زیاتوي: "د هراود ولسوالۍ مکمل زموږ په لاسونو کې ده، دا دښمن تبلیغات دي چې وايي، دوي لاهم په بازار او ولسوالۍ زموږ په لاسونو کې ده، دښمن درواغ وايي، لکه مخکي چې څو کلونه مخکي دا ولسوالۍ د دولت په لاس کې ده اوس هم هغو مره ده."

کبیرخان ازادي راډيوته وویل د ۱۴ وژل شویو طالبانو جسدونه هم دافغان پوځیان لاسونو کې دي او په خبر چې افغان سرتيرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په ورته مهال د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شویو طالبانو کې د ارزګان ولایت لپاره د وسله والوطالبانو د نومول شوي والي مرستیال هم شامل دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.