کابل کې د "الیاس داعي" د هڅو د درناوي لپاره ځانګړې غونډه جوړه شوه

محمد الیاس داعي

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت نن د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د هڅو د درناوي لپاره ځانګړې غونډه جوړه کړه.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند ازادۍ راډیو ته وویل، په دې غونډه کې د الیاس داعي له کورنۍ سره د مرستو پردوام خبرې وشوې.

هغه زياتوي: "په مجموع کې خبرې پر دې راغونډې وې، چې د شهید داعي له کورنۍ سره دې دوامداره مرستې وشي او د ویناوالو غوښتنه دا وه چې حکومت دې دوی ته په کابل کې یو کور ورکړي."

محمد الیاس داعي څه باندې درې اونۍ مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

حکومت او وسله والو طالبانو دواړو د دې پېښې د څېړنې ژمنه کړې ده، خو تر اوسه د عاملانو په مجازاتو کې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی دی.