د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د کانونو په برخه کې ۱،۶ میلیارده افغانۍ نوې پانګونه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د شنبې (د لېندۍ ۱۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له دغې پانګونې سره کابو څلور زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
دغه پانګونه د هېواد په شااوخوا ۲۲ ولايتونو کې په ۶۷ بېلابېلو کاني سيمو کې شوې ده.
نوموړي وویل، له دې لارې هرکال کابو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ عواید هم را ټولیږي.