اسلام اباد کې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ ۸مه ناسته

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ اتمه ناسته ډېر ژر په اسلام اباد کې جوړه شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي نن د شنبې (د لېندۍ ۱۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ناسته د 'اپټیکا' تړون د بریاليتوب او همغږۍ لپاره جوړېږي، خو نوموړي يې کره نېټه ونه ښوده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ اوومه ناسته د پاکستان لوري راغلي پلاوي په ګډون څه موده وړاندې په کابل کې جوړه شوه.

دغه ناستې په نوبتي ډول له تېرو شپږو کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د هواري په موخه جوړېږي.

هاخوا افغان سوداګر وايي، لا هم له پاکستان سره د ټرانزیټ او لوړو تعارفو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.