د اطلاعات او فرهنګ وزارت د 'داعي' د ویر مراسم ترسره کوي

د ازاډي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت نن د شنبې (د لېندۍ ۱۵مه) په ورځ د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي د ویر مراسم ترسره کوي.

په دې غونډه کې چې ټاکل شوې ده تر غرمې وروسته، دوه بجې د دې وزارت د رسنیو په نړیوال تالار کې جوړه شي، حکومتي چارواکو او د هلمند مخورو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

الیاس داعي څه باندې درې اوونۍ مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو چې د ده پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.