د بلخ د والي مرستیال غلام فاروق خپلواک وايي، د یوه ۶ کلن ترکمن هلک د تښتوونکو موټر چلوونکی یې نیولی دی.
ښاغلي خپلواک دا خبره پرون (د جمعې په ورځ د ډسمبر په څلورمه) ازادي راډیو ته وکړه.
ده زیاته کړه چې د عبدالروف د راخوشې کولو لپاره دوی خپلې هڅې زیاتې کړي دي.
ناپېژانده وسله والو په لړم میاشت کې عبدالروف په مزارشریف کې د یوه خصوصي ښوونځي له مخې وتښتاوه.
ویل کېږي تښتوونکو نظامي جامې اغوستې وې.
د عبدالروف پلار وايي چې د زوی په بدل کې يې تښتوونکو له ده یو نیم میلیونه ډالر غوښتي دي.
مخکې د بلخ ولایت سلګونو اوسېدونکو چې ډېری یې ترکمن نژاده دي، د دې هلک د تښتول کېدو په اعتراض کې د والي د دفتر مخې ته لاریونونه وکړل او د تحصن خېمه یې ووهله.