د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي "مجيب الرحمن ځدارڼ" په کرونا ویروس اخته شوى

مجيب الرحمن ځدارڼ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی مجیب الرحمن په کرونا اخته شوی.

د اسټرالیا د بېګ باش لیګ د بریسبن هيټ لوبډلې چې مجیب الرحمن په کې لوبېږي په یوه اعلامیه کې نن دا خبره کړې ده.

مجیب الرحمن د اسټرالیا د کرکټ په غوره لیګ یا بېګ باش کې د لوبېدو لپاره تېره اوونۍ د ځینو نورو افغان لوبغاړو په ملتیا اسټرالیا ته تللی.

د کوینسلنډ ایالت د کرکټ اجرایوي مشر تیري سوینسون ویلي، چې د دغه ایالت روغتیاپالان او په خپله بریسبن لوبډله به د مجیب الرحمن د ژر ښه کېدو لپاره پوره هلې ځلې وکړي.

مجیب الرحمن د افغانستان یو ځوان ورو توپ اچوونکی دی چې په ملي ټيم سربېره یې د ای پي ایل یا د هند د کرکټ غوره لیګ او بېګ باش یا د اسټرالیا کرکټ غوره لیګ کې په ښو لوبو د نړیوالو پام ور اړولی دی.