په افغانستان کې د طبابت د برخې یوه پېژندل شوې څېره او لومړنۍ ښځینه جنراله ډاکتر سهیلا صدیقي نن د ۷۲ کلونو په عمر ساه ورکړه.
هغه د الزایمر یا د حافظې د کمزورۍ له ناروغي کړې ده.
ولسمشر اشرف غني د ډاکتر سهیلا مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.
ډاکتر سهیلا صدیقي له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ کاله پورې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په کابینه کې د روغتیا وزیره وه.
هغې کلونه د افغانستان په پوځي روغتونو له هغې ډلې سردار داوود خان روغتون کې دندې ترسره کړې.