په ننګرهار کې چارواکي ادعا کوي چې دغلته یې د داعش وسله والې ډلې نومول شوی والي وژلی او د دې ډلې یو بل مشر یې ژوندی نیولی دی.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل ادعا کوي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت لپاره د داعش نومول شوی سرپرست والي هدایت الله وواژه.
هغه دا خبره نن په خپلې فېسبوک پاڼې کې لیکلې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم رسنیو ته ویلي چې د داعش دا سیمه ییز مشر په چپلیار کې د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
هغه زياتوي: "د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د چپلیار ولسوالۍ په للمې سیمه کې د ننګرهار لپاره د داعش وسله والو تش په نوم والي او د ځانمرګو واسکټونو جوړونکی د مقاومت پر مهال وژلی دی."
د هغه په وینا، له نوموړي سره وسلې او چاودېدونکي مواد هم نیول شوي چې سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
ښاغلي خوږیاڼي ادعا وکړه چې د داعش دې سیمه ییز مشر د ځانمرګو واسکټونو او ماینونو د جوړولو تر څنګ نورو ته هم په دې برخه کې روزنه ورکوله.
د ننګرهار د والي ویاند همداراز ادعا وکړه چې د جلال اباد ښار د اکمالاتي بېز سیمه کې یې د قاري عبدالرحمن په نوم چې په قاري تمیم مشهور و، د داعش ډلې یو بل مهم مشر هم دده له یوه ملګري سره نیولی دی.
تېرکال افغان چارواکو اعلان وکړ چې د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې یې د داعش وسله وال ځپلي چې دې ډلې په کې حضور درلود، خو له هغې وروسته هم په ننګرهار کې پرله پسې د داعش وسله والې ډلې فعالیتونو دوام درلود.