بغلان پولیس: اندراب کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي

آرشیف

د بغلان پولیس وايي، په اندراب ولسوالۍ کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت نن جمعه رسنیو ته په یوه لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل، دا نښته پرون مازیګر وشوه.

هغه زياتوي: "په پلحصار ساحه کې یې غوښتل فعالیت وکړي، چې د ملي امنیت له پولیسو سره په وسله والو نښته واوښتل، چې په نتیجه کې د طالبانو ۴ کسان ووژل شول او ۳ تنه یې ټپیان شول، چې ۲ مړي یې د جګړې په میدان کې پاتې وو."

احمد جاوید بشارت وايي پولیسو ته یو راکټ انداز، یو کلاشنکوف او نور مهمات په لاس ورغلي دي.

د وسله والو طالبانو له خوا د دې پېښې په تړاو کومه تبصره نه ده شوې.