خليلزاد د ترکیې چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلى

خليلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحې ته د تګ په لاره کې د ترکیې له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دوحې ته روان دی او هلته به وګوري چې د افغانستان د دولت او طالبانو له پلاوو سره د اصولو او کړنلارې په برخه کې د هغوی د وروستي پرمختګ پر اساس څنګه مرسته کولی شي څو د یوې سیاسي طرحې او تلپاتې او هراړخیز اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي.

روانه اوونۍ په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوو له نژدې دوو میاشتو وروسته د رسمي خبرو لپاره پر کړنلارې او د هغې پر مقدمې موافقه وکړه.

د دوی ترمنځ دا موافقه د ګڼو هېوادونو له هرکلی سره مخامخ شوه او د سولې لور ته یو مهم ګام وګڼل شوه.