د تاجکستان چارواکي وايي، تراوسه پورې یې د اپوزیسیون د مشر مهمراد ادینه یف د موندلو لپاره لټون له دې سره سره نه دی پیل کړی چې د هغه خپلوانو یې غوښتنه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت الله محمودزاده وویل، د اپوزیسیون د سیوسیال دیموکرات ګوند د مرستیال مشر اودینایف نوم د ورکو کسانو په لیست کې د دې لپاره نه دی ثبت شوی چې پولیسو د ده د خپلوامو غوښتنه نه ده ترلاسه کړې.
د ادینه یف د نوومبر په شلمه بې درکه دی.
د ده خپلوانو ازادي راډیو ته وویل، چې نوموړی څو ورځې وروسته له دې ورک شو چې د فیسبوک په یوه پوسټ کې یې د دوشنبې ښار له ښاروال رستم امام علي څخه وغوښتل چې ده او د ده د ګوند فعالانو ته اجازه ورکړي چې د خوراکي موادو د بیو د لوړېدو په اعتراض کې مظاهره وکړي.