اذربایجان له ارمنستان سره په جګړه کې د خپلو پوځي تلفاتو شمېر اعلان کړ

د اذربایجاني ځواکونو سرتېري

اذربایجان جمهوریت اعلان وکړ چې د نګورنو قره باغ پر سر له ارمنستان سره په ۴۴ ورځنۍ جګړه کې یې نږدې ۲ زره ۸۰۰ پوځیان وژل شوي او سل نور یې بې درکه شوي دي.

په دې جګړه کې، چې د سپټمبر په ۲۷ نېټه پیل او د نوومبر تر ۱۰ پورې یې دوام وکړ، ۷ سیمې اذربایجان بېرته ونیولې او د نګورنو قره باغ کنټرول تر ۵ کلونو پورې د روسیې سوله ساتو ته وسپارل شو څو په دې موده کې هغه کسان چې په درو لسیزو یا د وروستیو جګړو په لړ کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي، بېرته خپلو سیمو ته وګرځي.

د نګورنو قره باغ اکثره اوسېدونکي ارمنیان دي.

د چهارشنبې په ورځ د ارمنستان د روغتیا وزارت یوه چارواکي ازادي راډیو ته ویلي و چې د ۲ زره ۷۱۷ پوځیانو مړي نه دي پېژندل شوي او ښايي ځینې یې اذربایجاني وي.