د امریکا متحد ایالتونه د عراق په پلازمېنه بغداد کې د خپل سفارت یوه اندازه کارکوونکي باسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او عراق له ملېشه ډلو سره په وروستیو کې کړکېچ زیات شوی دی.
د عراق لپاره د امریکا سفیر ماتیو تیولر پرون د رسنیو تر راپورونو وروسته د لنډ وخت لپاره د سفارت د کارکوونکو د کمېدو خبره تایید کړه.
دا لا معلومه نه ده، چې له سفارت څخه چې د امریکا تر ټولو ستر سفارت ګڼل کېږي، د څو سوه ډیپلوماتانو له جملې څو تنه ایستل شوي دي.
دا اقدام په داسې کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منتخب ولسمشر جو بایډن ته د مسوولیتونو تر انتقال مخکې پر ایران فشارونه زیات کړي دي.