یو اوکراینی زده کوونکی د ونو له پاڼو کاغذ جوړوي

آرشیف

یو اوکراینی زده کوونکی د ونو له پاڼو کاغذ جوړوي.

نولس کلن والینتین فریخیک د ښوونځي له وختو د ونو له پاڼو د کاغذ جوړولو کار پیل کړی.

دی د اوکراین په یوه کلي کې اوسي.

د ونو له لوېدلو پاڼو د کاغذ جوړولو پروژه یې درې کاله مخکې پیل کړې وه.

دی د ونو له لوېدلو پاڼو څخه کاغذي کڅوړې او پوښونه جوړوي.

له دې سره دی غواړي چې د چاپېریال د ککړتیا کچه راټيټه شي.

دا ډېره اسانه مفکوره ده.

هغه شیان چې موږ فکر کوو کثافت دي بېرته کارېدلای شي.

پاڼې داسي کثافت دی چې باید له پارکونو ټولې شي ځکه د ورستېدو پر مهال ډېر کاربن خارجوي.

په ۲۰۱۸م کال کې د کارډبورډ جوړوونکي یوه شرکت فریخکا د څېړونکي په توګه استخدام کړ.

سرګي رودکوفسکي د ژیتمیر کارډبورډ شرکت مرستیال مشر دی.

دی وايي: "زموږ فلسفه د استفاده شویو موادو بېرته کارول ده. د ونو پاڼې په دې فلسفه کې شاملې دي. موږ واښه هم تجربه کړل. په ښه کیفیت د موادو په پوښلو کې مو واښه اضافه کړل. د کافي پاته شونې مو د کافي د پيالو نیولو په کاغذ کې استفاده کړل."

په تېره اکتوبر میاشت کې ري لیف شرکت لومړی ځل پرېکړه وکړه چې پر پراخه کچه به خپل تولیدات پیل کړي.

په ۲۰۲۰م کال کې فوربز مجلې د اوکراین اوسېدونکی فریخکا د هغو دېرشو بریالي کسانو په لیست کې شامل کړ چې عمر یې تر دېرشو کلونو کم دی.