ټرمپ بیا ټاکنو کې د درغلیو بې ثبوته ادعاوې تکرار کړي

د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې نوې ویډیو کې یو ځل بیا په ټاکنو کې د درغلیو بې ثبوته ادعاوې تکرار کړي دي.

په دغې ۴۶ دقیقه یي ویډیو کې چې بېګا د ښاغلي ټرمپ پر فیسبوک خپره شوې، ټرمپ دا خبرې" خپلې ډېرې مهمې" څرګندونې یادې کړي دي.

نوموړي سپارښتنه کړې چې ستره محکمه باید هغه څه وکړي چې د هېواد په ګټه وي او د ټاکنو پایله لغوه کړي: "موږ پخوا د ټاکنو ورځ درلوده، خو اوس د ټاکنو ورځې، اوونۍ او میاشتې لرو، د ولسمشر په توګه زه تر دې بله لوړه دنده نه لرم چې د امریکا د اصولو او اساسي قانون دفاع وکړم، له همدې امله زه ژمن یم چې ټاکنیز سیستم خوندي کړم، هغه سیستم چې اوس تر همغږي برید او کلابندۍ لاندې دی."

ټرمپ یو ځل بیا وویل چې د امریکا د نومبر د درېیمې نېټې په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه شوې ده، هغو ټاکنو کې چې سیال یې جو بایډن بریالی اعلان شوی دی.