افغانستان ایران کې له کډوالو سره د زور زیاتي راپورونه څېړي

ارشیف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په ایران کې له افغان کډوالو سره د ادعا شوي زور زیاتي راپورونه څېړي.

د وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران کې یې خپل سفارت او جنرال قونسلګریو ته ویلي، د هغې ویډیو کره والی معلوم کړي چې له څو افغانانو سره د ایرانيانو له خوا زور زیاتی په کې ښکاري.

دغه ویډیو تازه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې.

ایراني چارواکو تراوسه د خپرې شوې ویډیو په اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم په ایران کې څو ځله له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی شوی چې هریرود سیند ته یې ګزارول او پر موټر یې ډزې، تازه او لویې پېښې وې.

نژدې شپږ میاشتې مخکې تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د سفر پر مهال ژمنه شوې وه چې له کډوالو سره به د تاوتریخوالي پېښې نه تکرارېږي.