ارزګان کې د خالي بستونو لپاره له ۱۹۲۳ کسانو ازموینه واخیستل شوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ارزګان کې د څه باندې ۱۹۰۰ کسانو څخه د خالي بستونو لپاره د کانکور ازموينه واخیستل شوه.

د دغه ولايت والي محمد عمر شېرزاد وویل، د دې کسانو شمېر چې ۱۹۲۳ تنو ته رسېده او په ټکو یې د پنځم، شپږم ۶۶۶ خالي بستونو د ډکولو په موخه ترې دا ازموینه واخیستل شوه.

دی وايي، د يادو کسانو تر برياليتوب وروسته به خالي بستونه ډک شي او ترڅنګ به يې د بې روزګارۍ کچه هم ورسره ټيټه شي.

ښاغلي شېراد زیاته کړه: " له ګډون کوونکو غواړو چې تر برياليتوب وروسته دې خپلو دندو ته ژمن اوسي او داسې نیت دې هم ولري چې خلکو ته به په صداقت خدمت کوي."

په ورخت مهال د دغه ولايت د لوړو زده کړو د موسسو مسوولين بیا غوښتنه کوي د خالي بستونو د ډکولو د دغه ډول ازموينې پروسه دې چټکه شي.

په دې ازموینه کې ګډون کوونکي هم خوښ دي خو د پروسې پر شفافیت ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ارزګان کې د پنځم او شپږم بستونو دغه ډول ازموينه په ۱۳۹۶ کال کې اخېستل شوې وه او د مسؤلينو په خبره چې په اوسنۍ ازموينه کې پنځم او شپږم هغه بستونه هم شامل نه دي کوم چې دولتي ادارو ته په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې ورکول شوي دي.