امریکا افغانستان کې دوه لویې پوځي اډې ساتي

په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې دونیم زرو ته د خپلو سرتېرو د شمېر له راکمولو وروسته په دې هېواد کې دوه لویې پوځي اډې ساتي.

دا خبره د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې پرون د بروکینګس تحقیقاتي انسټیټیوټ له خوا په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړه.

هغه ونه ویل چې دا دوه کومې لویې اډې دي چې امریکایي په افغانستان کې ساتي او نه یې هم په دې اړه چې له دې هېواده د دوه زره امریکایي سرتېرو په وتلو سره به کومي پوځي وړتیاوې کمې شي څه وویل، خو زیاته یې کړه چې دا چې وروسته به څه پېښېږي دا به د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن په ادارې پورې تړلې وي.

میلي دغه راز وویل چې متحده ایالات به د سپوژمکیو یا سټلایټونو یو شمېر اډې هم په دې هېواد کې وساتي.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پریکړې له مخې د را روان ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري تر نیمایي به په افغانستان کې د څلور نیم زرو امریکایي سرتېرو شمېر دوه نیم زرو ته راکم شي.

خو جنرال میلي وویل چې د امریکا پوځ به په افغانستان کې دوو اساسي ماموریتونو ته چې یو یې د افغان ځواکونو پر ملاتړ او بل د اسلامي دولت ډلې یا داعش او القاعده په وړاندې د ترهګرۍ ضد عملیات دي، دوام ورکړي.