د ایران نګهبان شورا هم د ملګرو ملتونو د تفتیش ځنډولو لایحه تصویب کړه

د ایران د نګهبان شورا نښان

د ایران د اساسي قانون یوه څارونکي یوه طرحه وړاندې کړه چې په‌کې له حکومته غوښتل شوي، که په یوه میاشت کې پر ایران لګېدلي بندیزونه سست نه‌شي، د ملګرو ملتونو مفتشین دې منع کړي چې د ایران اټمي تاسیسات وڅاري، همداراز دې یورانیم تر هغه زیات غني کړي چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون پر مهال ایران له نړیوالو سره موافقه پرې کړې وه.

د ایران نګهبان شورا دا طرحه پرون یوه ورځ وروسته تر دې تصویب کړه چې پارلمان هم موافقه ورسره وکړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني دا پرېکړه د هغو ډیپلوماتیکو هڅو په ضرر بللی چې تهران‌یې د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د پلي کېدو او د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو د نرمېدو لپاره کوي.