د پاکستان په باجوړ کې وسلهوالو دوه قومي مشران ووژل. له دې سره روانه اوونۍ د وژل شویو قومي مشرانو شمېر شپږو ته ورسېد.
پولیسو ازادي راډیو ته وویل چې په باجوړ کې دا دوه قومي مشران د چهارشنبې په شپه خپل کور ته روان وو چې د سالارزیو په سیمه کې ډزې پرې وشوې.
برید کوونکي له سیمې تښتېدلي او چا د پېښې مسؤلیت نهدی منلی.
دوه ورځې مخکې تر دې پېښې څلور تنه قومي مشران په شمالي وزیرستان کې وسلهوالو ووژل.