د اسعداباد د مرکزي روغتون ډاکترانو او کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

ارشیف، د کونړ مرکز اسعداباد ښار

د اسعداباد د مرکزي روغتون ډاکترانو او کارکوونکو د معاشونو د کموالي له امله کاري اعتصاب کړی دی.

دغه روغتیایي کارکوونکي وایي چې کاربندي به‌یې تر هغو دوام وکړي چې غوښتنې یې نه‌وي منل شوې.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره‌یې هڅې پیل کړې دي: "ان‌شاءالله موږ ځو د روغتیا له وزارت سره خبرې کوو. یا به قناعت ورکړو چې دا معاشات چې دوی یې ادعا کوي، دې ته د حل یوه منطقي لاره پیدا کړي یا دې ډاکترانو ته قناعت ورکړي او یا دې هم معاش ورکړي."

تر دې مخکې د کونړ ترڅنګ د نورستان روغتیایي کارکوونکو د معاشونو او نورو امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره اعتصاب کړی وو چې دوه میاشتې یې دوام وکړ او تېره اوونۍ یې د معاشونو تر اخیستو وروسته خپل اعتصاب پای ته ورساوه.